اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 30جنوری2016ء) پاكستان په نړيوال ټي ټونټي بلائنډ كپ كښې نيوزي لېنډ په 10 وكټو ماتې وركړه۔
د پاكستان لوبغاړې بدر منير په ښه كاركردګې د مېچ غوره لوبغاړې وګرځول شو۔ په هند كښې كېدونكي د نړيوال كپ په وړومبي مېچ كښې د پاكستانې لوبډلې كپتان پچه ګټلو سره نيوزي لېنډ ته اول د لوبې كولو بلنه وركړه۔
د نيوزي لېنډ لوبډلې په مقرره 20 اورونو كښې د 7 وكټو په زيان 112 منډې جوړې كړې۔ د پاكستان لوبډلې مطلوبه هدف په 7.
1 اورونو كښې پوره كولو سره د بغېر د كوم لوبغاړي سوځېدو پوره كړو۔
پاكستان لوبغاړې بدر منير په ښه كاركردګې د مېچ غوره لوبغاړې وګرځول شو۔ د پاكستان دويم مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د انګلستان لوبډلې په ضد كېږي۔