د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ د يو ورځني مېچونو په سېريز كښې څلورم مېچ به د جنورې په 22مه نېټه كېږي
سډني (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ د يو ورځني مېچونو په سېريز كښې څلورم مېچ به د جنورې په 22مه نېټه د سډني په لوبغالي كښې كېږي۔
دا به د شپې او ورځې مېچ وي كوم به چې
د پاكستان په وخت د شپې په 8 بجې 20 دقيقې پېل كېږي۔ په سېريز كښې آسټراليا تراوسه دوه او پاكستان يو مېچ ګټلې دے۔
د دواړو لوبډلو ترمېنځه پنځم مېچ به د جنورې په 26مه نېټه په اېډېلېډ كښې كېږي۔ ﴿م ع/ ګ ل 1230﴾