په نيوزي لينډ كښې د يو شمېر ګېر شويو سېلګرو راويستلو لپاره كاروائۍ روانې دي
كرائس چرچ(پاکستان نیوز پوائنٹ 15نومبر2016ء) په نيوزي لينډ كښې د مرستې كارمندانو د زلزلې نه پس ګېر شوي 1200 سېلګرو راويستلو لپاره هلې ځلې تندې كړي۔
د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې دا سېلګري د سمندر په ساحل بېلو سيمو كښې ګير شوي۔د زلزلې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او
ګڼ شمېر ژوبل شوي هم دي۔
د زلزلې نه پس د خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې د سړكونو رابطې بندې شوي چې له امله يې ګڼ شمېر سېلګري په بېلو سيمو كښې ګير شوي دي۔
د چارواكو له مخې د سېلګرو راويستلو لپاره كاروائۍ روانې دي او دې مقصد له چورلكې هم كارول كېږي.