د پاکستان او نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځھ درېم او آخري ټېسټ مېچ د دسمبر 3 مې نېټې څخه پېل كېږي

ابوظهبي (پاکستان پوائنٹ نیوز یکم دسمبر 2018ء) د پاکستان او نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځھ درېم او آخري ټېسټ مېچ د دسمبر 3 مې نېټې څخه دبئ كښې پېل كېږي۔

د دواړو لوبډلو ترمينځھ سريز 1-1 سره برابر دے۔ کیویز په اولني مېچ كښې پاكستان ته په 4 رنزونو ماتې وركړې وه ولې په دوهم مېچ كښې پاكستان په زړه پوري ډول كم بېك كولو

سره كېويز ته يو اننګ او 16 رنزونو سره ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړې وو۔

دا خبره دې ښكاره وي چې پاكستان د نيوزي لنېډ په ضد دې پرېكنده ټېسټ مېچ له خپله ډله كښې د كوم بدلون نه كولو پرېكړه كړې۔

یاسر شاه د ځانګړي باؤلنګ كولو سره 14 وكټونه ترلاسه كولو سره تېر مېچ كښې خپلې لوبډلې ته د ګټې درناوې بخښلې ؤ۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې