پالې كيلي (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2017ء) د سري لنكا او هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټېسټ مېچ به د اګست په 12مه نېټه په پالې كيلي كښې پېل كېږي۔
د ټېسټ مېچونو په دې سېريز كښې د هند لوبډلې وړومبي دواړه مېچونه ګټلي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به د يو ورځنو مېچونو سېريز د اګست په 20مه نېټه پېل كېږي۔