د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر د بانډي عطائي خان پنځو كلي والو سيمو ته د سوئي ګېس وركولو اعلان وكړو
اېبټ آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي د بانډي عطائي خان پنځو كلي والو سيمو ته د سوئي ګېس وركولو اعلان وكړو۔
ده د كسيل٬ بتولني سړك لپاره د 75 لكه روپو اعلان هم كړے او وئيلي ئې دي چې ټولې پروژې به د كال 2018م نه وړاندې ترسره كولې شي۔
ده د دې پروژو اعلان د يونين كونسل د بانډي
عطائي خان پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړو د كوم مشري چې د ضلع كونسل غړي آصف خان او ناظم شهباز خان وكړه۔
په دې موقع پلاوي دوهم سپيكر د خپلې سيمې د ستونزو نه خبر كړو او د دوهم سپيكر د دوي د ستونزو حل كولو باور وركړو۔ دوهم سپيكر ووئيل چې وزيراعظم به ډېر زر د هري پور دوره وكړي او د لويو پرمختيائي پروژو اعلان به كوي۔