پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې د سناتورانو د شموليت معامله په كاميابۍ بشپړه شوې۔د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې د سناتورانو د شموليت معامله په كاميابۍ بشپړه شوې ده ۔

په دې لړ كښې زياتې هڅې شوي۔د زيارت پھ ورځ په سېنېټ كښې د پبلك اكاؤنټس پھ كمېتۍ كښې د سناتورانو نامزدګۍ لپاره په قواعدو كښې د بدلون تحريك منظورۍ پھ موقع د خزانې وزير ووئيل دا يو سخت كار وو كوم چې ما ته سپارلې شوې وو۔

د الېكشن كميسون د غړيو غوره كېدو په حقله څو اونۍ د وزيراعظم په غېر موجودګۍ كښې ما ټول مصروفيات تر سره كري۔ ده ووئېل د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ معامله مشكل وه څوك هم پھ

دې لړ كښې خبرې اورېدو له چمتو نه وو۔

د قامي اسمبلۍ سپيكر٬د مخالفې ډلې مشر٬د پارلماني لارښودو سره پھ دې لړ كښې رابطه شوې۔ ده ووئېل د وزيراعظم هېواد ته راستنېدو نه پس ما له دوه اونۍ راكړی شوې وې د وخت نه وړاندې په دې لړ كښې كاميابي ترلاسه شوې۔

ده ووئېل د حكومت د اړخه نن بيان وركوم چې د دواړو ايوانونو رولز دې بدل كړې شي او 6 سناتوران دې كمېټۍ كښې شامل كړې شي۔

ټولو صوبو ته به په دې كښې نمائندګي تر لاسه وي۔ ۔ ده ووئېل ډراپ رولز هم تيار دے۔د اګست وړومبۍ نېټې څخه پیل كېدونكې غونډه كښې به قامي اسمبلۍ كښې نوې رولز معرفي كولې شي۔(ص ف/ض ض/وس/2038)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې