د سي پېك په ضد د هند ډنډورې ناكامه شوې٬ د ګلګت بلتستان پشمول د پاكستان څلور واړه صوبې دا مهمه تاريخي پروژه سر ته رسول غواړي٬ د لوېديز روټ ترسره كولو ته پام لرنه كيږي ۔ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق د كېډټ كالج پشين 50 كسيزه پلاوي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق وئيلي دي د سي پېك په ضد د هند پروپېګنډه ناكامه شوې٬ د ګلګت بلتستان پشمول د پاكستان څلور واړه صوبې دا مهمه تاريخي پروژه سر ته رسول غواړي٬ د لوېديز روټ ترسره كولو ته پام لرنه كېږي۔

ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پشين كېډټ كالج د زده كوونكو او ښوونكو 50 كسيزه پلاوي سره په پارلمان كښې د ملاقات په مهال وكړې۔

ده ووئيل د سي پېك په اړه د غلط تاثر خپرولو

هڅه شوې خو داسې عناصر په خپلو ناوړه مقاصدو كښې كامياب نه شول۔ ده ووئيل چين د څلورو واړو صوبو اعلٰي وزيران رابللي وو او ټولو صوبو په پروژه د اطمينان څرګندونه كړې او پوره ملاتړ ئې كړې۔

ده د زده كوونكو پلاوي ته تجويز وركړو چې د دې پروژې د لوېديز روټ څارنه وكړي۔ پلاوي د راجه ظفرالحق مننه وكړه او وې وئيل دې ملاقات سره زمونږ معلومات زيات شوي ۔

پلاوي د دستور كوڅې او د سېنېټ هال څارنه هم وكړه او دوي ته بريفنګ وركړے شو۔ )م ع/ض ض/ګ ل/2009)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې