داخله وزير چوهدري نثار علي خان سره د پنجاب رينجرز ډي جي ميجر جنرل اظهر نويد حيات ملاقات
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24جنوری2016ء) داخله وزير چوهدري نثار علي خان سره نوي ټاكل شوي د پنجاب رينجرز ډي جي ميجر جنرل اظهر نويد حيات د نهې پھ ورځ ملاقات وكړو۔
د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه داخله وزير ميجر جنرل اظهر نويد ته د ډي جي رينجرز پنجاب په حېث په ټاكل كېدو مباركي وركړه۔
ده ووئيل د ختيز پولو ساتنې٬بارډر منيجمنټ او صوبه كښې د امن او امان په ځاې
ساتلو له پوځ او پوليس سره په ګډه د رېنجرز خذمات د ستائنې وړ دي۔
داخله وزير ووئيل د دې دور غوښتنې او داخلي امنيت نظر كښې ساتلو سره دې د رينجرز د كار استعداد زياتولو پلو خاص پام وكړې شي او د دوي تربيه دې پھ نوې ډول وكړې شي دغسې چې دوي د موجوده او هر ډول چېلنج غوره مقابله وكړې شي۔
ده ووئيل د خپلو وظيفو په ترسره كولو كښې به رينجرز ته هر ډول آساني وركولې شي۔ (وا/وس/2133)