مالی كال 17-2016 كښی به د پن برېښنا په سکیمونو يو کھرب 63 اربه 45 کروړه80 لکھ روپۍ خرڅ كولې شي

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) د لوډ شیډنګ ختمولو لپاره به مالی كال 17-2016 كښې د پن برېښنا په سکیمونو په مجموعی توګه يو کھرب 63 اربه 45 کروړه 80 لکھ روپۍ خرڅ كولې شي ۔

په دې لړ كښی دیامر بھاشا بند جوړولو له 14 اربه روپۍ ، د دیامر بھاشا بند پروژې لاټ 1 نه تر 5 لپاره 18 اربه 36 کروړه روپۍ ، داسو هائیډرو پاور پراجیکټ لپاره 42 ارب 17 کروړه 70 لکھ روپۍ ، منګلا هائیډرو ټریننګ انسټېټیوټ لپاره 6 کروړه 70 لکھ روپۍ ، ګولن ګول هائيډرو پاور پراجیکټ لپاره 2 ارب 72 کروړه 90 لکھ روپۍ ، خیال

خواړ هائیډرو پاور پراجیکټ لپاره 3 اربه 3 کروړه 80 لکھ روپۍ ، نیلم ۔

جهلم هائیډرو پاور پراجیکټ لپاره 61 اربه 45 کروړه 30 لکھ روپۍ ، منګلا پاور سټېشن اپ ګریډېشن لپاره 3 اربه 99 کروړه 50 لکھ روپۍ ، تربیلا IV پراختيا لپاره 16 اربه 48 کروړه 70 لکھ روپۍ ، تھاکوټ هائیډرو پراجیکټ لپاره 33 کروړه روپۍ ، ورسك هائیډرو الیکټرک پاور سټېشن بحالۍ له 45 کروړه 70 لکھ روپۍ ، چترال هائیډرل پاور سټېشن لپاره 7 کروړه روپۍ او کرم پاور هاؤس اپ ګریډېشن لپاره 10 کروړه روپۍ بيلي كړې شوي دي ۔

(ص ف/ض ض/ګ ل/1725)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې