د امنيتي ځواكونو د كاميابه عملياتو په سوب صوبه كښې د امن وضه ښه شوې۔ د آغا سراج دراني د نېول كالج پلاوي سره خبرې
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24جنوری2016ء) د سندھ لنډ مهاله ګورنر آغا سراج دراني وئيلي دي د آخر ترهه ګر تر خاتمې به عمليات روان ساتلې شي ۔
راډيو له مخې لاهور څخه كراچۍ ته راغلي د نېول كالج پلاوي سره خبرو كښې ده ووئيل امنيتي ځواكونو د كاميابه
عملياتو په سوب صوبه كښې د امن وضه ښه شوې ده ۔
آغا سراج ووئيل د حكومت لخوا صوبه كښې پرمختيائي كارونه روان دي او د كراچۍ اولس له د اوبو منصوبې په كے فور كار روان دے چې ورسره به د كراچۍ د اولس د اوبو څښلو مسئله ډېره زر هواره شي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1420)