هاٶسنګ فاٶنډېشن د اسلام آباد پوليسو او د ضلعي انتظاميې 60 چارواكو ته د پېشه وارنه كوټې له مخې په مېرټ پلاټونه الاټ كړي دي۔ د اكرم خان دراني ځواب
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د كورونو او ودانيو وفاقي وزير اکرم خان دراني وئيلي دي چې هاٶسنګ فاٶنډېشن د اسلام آباد پوليسو او د ضلعي انتظاميې 60 چارواكو ته د پېشه وارنه كوټې له مخې په مېرټ پلاټونه الاټ كړي دي چې پكښې د مېرټ هېڅ خلاف ورزي نه ده شوې۔
د نهې په ورځ په سېنېټ كښې د سناتور طاهر حسېن مشهدي د پام راګرځونې د نوټس په
ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل پېشه وارانه كوټه وړاندې دوه فيصده وه زياتولو سره درې فيصده كړې شوې۔
ده ووئيل د جون په 17مه نيټه كال 2015 كښې د اېګزېكټو كمېټۍ يوه غونډه شوې وه٬ كمېټۍ ته د پلاټ الاټ كولو بشپړه واك ترلاسه ٶ۔
ده ووئيل د پېشه وارانه كوټې له مخې په مېرټ پلاټونه الاټ كړې شوي دي چې پكښې د مېرټ هېڅ خلاف ورزي نه ده شوې۔(م ع/ګ ل/1851)