اي كامرس لپاره د مطلوبه بنيادي ډھانچې د شتون له امله د كورني آن لائن شاپنګ رجحان زيات شوے۔ د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير په سېنېټ كښې ځواب
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چې اي كامرس لپاره د مطلوبه بنيادي ډھانچې د شتون له امله د كورني آن لائن شاپنګ رجحان زيات شوے۔
د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورې نزهت صادق د پوښتنې
په ځواب كښې د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير خان ايوان ته ووئيل چې په پاكستان كښې اي كامرس په ابتدائي شكل كښې دے۔
ده ووئيل چې د اي كامرس او د ډيجيټل ټرېډ ودې لپاره د تجارت وزارت كار كوي چې له مخې به ئې د اي كامرس شخړو ازاله لپاره يو طريقه وضع كولې شي۔ (م ع/ګ ل/1531)