د سېنېټ غړو په كنټرول لائن د هند لخوا د ډز بندې د پرله پسې خلاف ورزو غندنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نوری2016ء) د سېنېټ غړو په كنټرول لائن د هند لخوا د ډزبندې د پرله پسې خلاف ورزو غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې هند د پاكستان عدم استحكام غواړي او د كشمير د مسئلې نه د نړۍ پام بل خوا ګرځول غواړي۔

په دې لړ كښې د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سناتورې سحر كامران تحريك وړاندې كړو او وې وئيل چې په

دې معامله دې بحث وكړې شي۔

سناتور لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ عبدالقيوم ووئيل چې د كراچې د لوظنامې له مخې هند په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري تار نه شي لګولې۔

ده ووئيل چې د كشمير مسئله په جنګ نه په مذاكراتو حل كېدے شي۔ سناتور محسن عزيز ووئيل چې د هند جارحيت مقابلې كولو لپاره به مونږ ته حكمت عملي خپلول وي۔ (م ع/ګ ل/2115)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې