د وزيراعظم محمد نواز شريف لخوا د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د پاكستان د اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتلو عزم زمونږ زړونه د مقبوضه كشمير خوئېندو او وروڼو سره درزېږي٬ د كشميرمسئله د ملګرو ملتونو نامكمله ايجنډا ده٬پاكستان به د خپلو وروڼو د خپلواكۍ حق له په نړيواله كچه پھ هر فورم غږ پورته كوي٬بايد د آزاد كشمير نوې حكومت د ادارو مضبوطيا٬سپيځلتيا او د كرپشن نه پاك د مېرټ پھ بنياد د حكمرانۍ نظام باوري كړي۔پھ آزاد كشمير كښې ايماندار او د زېركې كابينې جوړولو ضرورت دے۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د آزاد جمو كشمير د قانون سازې اسمبلۍ نوو ټاكلې شوو غړيو سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) وزيراعظم محمد نواز شريف د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د پاكستان د اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتلو عزم سره وئېلي دي زمونږ زړونه د مقبوضه كشمير ښوئېندو او وروڼو سره يوځاې درزېږي٬د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو نامكمله ايجنډا ده٬پاكستان به د خپلو وروڼو د خپلواكۍ حق له په نړيواله كچه پھ هر فورم غږ پورته كوي٬بايد د آزاد كشمير نوې حكومت د ادارو مضبوطيا٬سپيځلتيا او د كرپشن نه پاك د مېرټ پھ بنياد د حكمرانۍ نظام باوري كړي۔

پھ آزاد كشمير كښې ايماندار او د قابلې كابينې جوړولو ضرورت دے دغسې چې د كشمير په تاريخ كښې زمونږ حكومت د پرمختيائي دور پھ حېث ياد وساتلې شي۔

ده دا خبرې د شورو په ورځ د آزاد جمو كشمير د قانون سازې اسمبلۍ نوو ټاكلو شوو غړيو سره وزيراعظم هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړی۔

په دې ملاقات كښې د كشمير د پارلمان ټولو كاميابو شويو غړو٬پھ سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد٬د رېلوے وزير خواجه سعد رفيق٬د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير محمد برجيس طاهر او د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني ګډون وكړو۔

وزيراعظم ټولو نووم ټاكلو شوو غړيو ته د آزاد جمو كشمير په ټول ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه او پھ ټاكنو كښې يې د دوي

خواري او سياسي هڅې وستائېلې۔

وزيراعظم ووئيل پھ كومه جذبه چې تاسو انتخابي كمپائن چلولې هغه د ستائنې وړ دے۔وزيراعظم نواز شريف غړو ته ووئيل د دوي خوش قسمتي ده چې هغوي د كشمير پھ آزاده فضاﺀ كښې ژوند تېروي۔

وزيراعظم ووئيل د كشميريانو د خپلواكۍ حق د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې د هغوي بنيادي حق دے او پاكستان به د خپلو وروڼو حق له پھ نړيواله كچه په هر فورم غږ پورته كوي۔

وزيراعظم غړيو ته ووئيل شپھ او ورځ خواري وكړئ دغسې چې د مقبوضه كشمير د وروڼو هر ډول مرسته وكړی شي۔وزيراعظم دوي ته ووئيل بايد د آزاد كشمير نوې حكومت د ادارو مضبوطيا٬سپيځلتيا او د كرپشن نه پاك د مېرټ پھ بنياد حكمراني باوري كړي۔

پھ آزاد كشمير كښې ايماندار او د قابلې كابينې جوړولو ضرورت دے دغسې چې د كشمير په تاريخ كښې زمونږ د حكومت دور د پرمختيائي دور پھ حېث ياد وساتلې شي۔

وزيراعظم ووئيل زمونږ مېنډېټ په اصل كښې د پرمختګ مېنډېټ دے او پھ دې خطر به مونږ د نوي حكومت بشپړه مرسته كوو۔ده ووئيل نوي حكومت ته به بنيادي ودانۍ ٬د تعليم٬روغتيا او د روزګار موقعې پېدا كول وي۔

وزيراعظم غړو ته ووئيل چې بايد د كشمير اولس اوس مثبت بدلون اويني۔پھ دې موقع نوې ټاكل شويو غړيو د وزيراعظم نواز شريف پھ مشرۍ د بشپړه باور څرګندونه كولو سره ووئيل د كشمير اولس هغه خپل رښتينې لارښود ګڼي او په اصل كښې په ټول ټاكنو كښې زمونږ كاميابۍ د وزيراعظم د پرمختيائي ايجنډې تائيد دے ۔

(م ع/ض ض/وس/1840)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې