د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د لاﺀ ريويو كمېټۍ غونډه٬پارلمان كښې منظورۍ لپاره په وړاندې كړو مسودو د قانو جوړولو جاج واخستلې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13جنوری2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د لاﺀ ريويو كمېټۍ غونډه شوې ۔

غونډه كښې پارلمان كښې منظورۍ لپاره په وړاندې كړې شوو بېلو مسودو د قانون جوړولو د پیشرفت جاج واخستلې شو۔غونډه كښې كمپني بل 2016 سره په قامي احتساب آرډيننس 1999 غور وكړو چې مقصد يې ګډګورننس باوري كول او د بدعنوانۍ ختمولو په لړ كښې قانون لا ښه كول دي۔

كمېټي د انتخابي

اصلاحاتو په اړه تر دې دمه د شوي پیشرفت څخه هم خبر كړې شوه۔د خزانې وزير په دې مهال د سېكورټيز اينډ ايكسچېنج كمېشن آف پاكستان لخوا د كمپنيز بل 2016 په لړ كښې انتخابي اصلاحات لپاره د اړوندې پارلماني كمېټۍ كار هم وستائېلو۔

د قانون وفاقي وزير زاهد حامد د آئي ټي دوهم وزيره انوشه رحمان اټارني جنرل پاكستان اشتر اوصاف او د وزيراعظم خاص مرستيال خواجه ظهير هم غونډه كښې ګډون وكړو۔(وا/ض ض/وس/1907)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې