داخله وزارت د شكمنو مدرسو په ضد د كاروائۍ پحقله د سندھ حكومت ته ځواب وركړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) داخله وزارت د شكمنو مدرسو په ضد د كاروائۍ پحقله د سندھ حكومت ته ځواب وركړے دے ۔

د داخله وزارت وياند له مخې د وزارت لخوا د سندھ حكومت ته په لېږلې شوې چيټۍ كښې وئيلي شوي " شكمنو مدرسو" نه څه درك نه لګې ٬ نه كوم ثبوت او نه كوم ډول شواهد شته٬ د صوبائي حكومت لخوا په وركړې شوي فهرست كښې د ذكر شوو مدرسو شكمنو ګرځولو نه كوم جواز وركړې شوې او نه ئې د دوي اېډرېس او نه كوم ضروري تفصيلات وركړي٬ ده ووئېل د سکھر او کراچۍ نه بهر د مدرسو نومونه هم نه دي درج كړې شوې ٬ په دې كښې ډېرې مدرسې په سندھ كښې نشته بلكې خېبرپښتونخوا ٬ پنجاب او فاټا كښې موجود دي كومې چې د سندھ حكومت د واك نه بهر دي۔

وياند له مخې د صوبائي حكومت لخوا د كوم كوټلي ثبوت او بشپړه معلوماتو نه غېر د خپلو انتظامي حدونو نه بهر د مدرسو په ضد كاروائۍ د پوهې نه پرته

ده٬ داسې معلومېږي چې صوبائي چارواكو د كوم تنظيم لغوه ګرځولو پحقله د قانوني تقاضو او ضروري شرطونو مطالعه نه ده كړې ٬ ده ووئېل د نامكمله معلوماتو او مبهم (مجلمه) ژبې څخه دا تاثر ترلاسه كېږي چې صوبائي واكدارانو لخوا دا ګام د نېشنل اېكشن پلان پحقله پخپلو بې غورو پرده اچول يا د سياسي مقاصدو ترلاسه كولو په غرض پورته كړې شوې۔

وياند ووئيل په مراسله كښې صوبائي واكدارانو ته امر شوې چې ھغوي خپل انتظامي حدونو كښې پاتې شي او تصديق شوي او د عمل جوګه معلومات وركړې او دا خبره په ذهن كښې وساتي چې په دې لړ كښې د پورته كړې شوې د هر ډول اقدام قانوني جواز شتوالې ضروري دے۔

وياند ووئيل د سندھ حكومت د دې خبرې نه هم وزارت خبر كړي چې حكومت ٬ پوليس او نورو قانون نافذ كوٶنكو ادارو لخوا د دې ډول مدرسو او دې سره د تړون لرونكو كسانو په ضد تراوسه څه كاروائي كړې۔ (وا/ض ض/ګ ل/2118)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ