د جنرال(ر) راحيل شريف بهر هېواد كښې د ملازمت لپاره د اېن او سي يا كلينئرس په اړه دفاع وزارت ته تراوسه په رسمي توګه كوم درخواست نه دې راغلې٬ كه كوم درخواست راغلو نو د قانون او رولز له مخې به پريكړه كولې شي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف په سېنېټ كښې بيان

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د جنرال(ر) راحيل شريف لخوا په كوم بهرني هېواد كښې د ملازمت لپاره د اېن او سي يا كلينئرس په اړه دفاع وزارت ته تراوسه په رسمي توګه كوم خواست نه دې راغلې٬كه كوم خواست راغلو نو د قانون او رولز له مخې به پرې پريكړه كولې شي۔

د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په دې معامله ده ووئيل د رېټائرډ پوځي افسرانو د بېرته ملازمت په اړه د دفاع وزارت رولز موجود دي۔

پھ هېواد كښې دننه ملازمت لپاره په دې لړ كښې د دفاع وزارت لخوا د اېن او سي ضرورت وي خو پھ بهرني هېواد كښې د ملازمت

په اړه پھ دې رولز كښې ذكر نشته۔

ده ووئيل جنرال(ر)راحيل شريف د سعودي حكومت په بلنه عمرې ادا كولو لپاره سعودي ته تللې وو او بېرته راغلې۔د عمرې ادا كولو په لړ كښې ده اطلاع وركړې وه او د بېرته راتللو نه پس يې هم جي اېچ كيو يا د دفاع وزارت ته د كوم ډول وړاندېز اطلاع نه ده وركړې۔

ده ووئيل كه اېن او سي لپاره كوم درخواست راشي نو ايوان به خبرولې شي۔د سېنېټ چيئرمېن په پوښتنه خارجه صلاحكار سرتاج عزيز ووئيل د جنرال(ر)راحيل شريف لخوا بهر هېواد كښې ملازمت لپاره كوم درخواست نه دې راغلې ځكه په دې معامله څه نشي وئېلې كېدې۔

(م ع/ض ض/وس/1934)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې