بلوچستان او پاکستان د يو بل لپاره لازم او ملزوم دي، د استاذانو او خواري كښو وژونكي او په قامي تنصيباتو بريد كوٶنكي د پرمختګ لار نيول غواړي د ټوپك په زور به څوك په چا خپله نظريه ورتپولو ته پرې نه ږدوفرنټيئر كور٬ پوليس او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو هڅو په سوب بلوچستان د امن په لوري روان دے۔ د صوبائي داخله وزير د بلخ شېر بادينې په قامي چوكاټ كښې د شاملېدو په موقع كوئټه كښې خبري كنفرنس ته وېنا

کوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي او د بلوچستان حكومت وياند انوارالحق کاکړ وئيلي دي بلوچستان او پاکستان د يو بل لپاره لازم او ملزوم دي، استاذان او خواري كښ وژونكي او په قامي تنصيباتو بريد كوٶنكي د پرمختګ لارې مخنيوي غواړي۔

ده دا خبرې د ګل په ورځ د لغوه تنظيم پخواني غړي بلخ شېر بادينې په قامي چوكاټ كښې د شاملېدو په موقع كوئټه كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔

ده ووئيل د ټوپك په زور به چا له خپله نظريه په بل چا د تپولو اجازه ورنكړو ٬ فرنټيئر كور٬ پوليس او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو

د خوارۍ په سوب بلوچستان د امن په لار روان دے۔

په دې موقع د اېف سي برېګېډئير خالد بېګ ٬ د كوئټې دوهم كشمنر عبدالواحد کاکړ او نور چارواكي موجود وو۔ده ووئيل د بلخ شېر بادېني په وسله غورزولو د بلوچستان اېف سي اهلكار د مباركۍ حق لري۔

ده ووئيل د بلخ شېر بادېني بېرته ستنېدل خوشيبنه دي۔ده ووئيل بلخ شېر بادېني بهر ناست بې نومه بلوچ ترهه ګرو له د رول ماډول چېثيت لري۔

ده ووئيل اېف سي بلوچستان د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې مهم كردار لري۔ده ووئيل د بلخ شېر نور ملګري هم په تماس كښې دي٬ بلخ شېر او د ھغه كورنۍ له به اېف سي امنيت وركوي۔(م ع/ض ض/ګ ل/1742)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ