پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د پېښور په كارخانو ماركيټ كښې د ګل په ورځ د بم ډسپوزل سكواډ يونټ يو بم شنډ كړو۔
د اېس اېس پي آپرېشنز سجاد خان له مخې پوليسو ته اطلاع وركړې شوه چې په كارخانو ماركيټ كښې
د نامعلومو ورانكارو لخوا په يوه رېړه كښې بم په ځائ كړے شوے۔
په اطلاع د بم ډسپوزل سكواډ يونټ ورسېدو او بم ئې شنډ كړو۔ د اېس اېس پي آپرېشنز له مخې بم د 10 نه تر 15 كلوګرامه وزني او ريموټ كنټرول و۔ ﴿م ع/ م ع1358﴾