پاکستان يو زمه وار اتومي طاقت دے كوم چې نړۍ د اتومي وسلو نه د پاكولو ٬د اتومي وسلو نه خپرولو٬ اتومي آسانۍ او سټاك له د كوټليو حفاظتي انتظاماتو مرسته كوي٬ بايد د نيوكليئر سپلائرز ډلې په لړ كښې نورو هېوادونو سره امتيازي سلوك ونكړې شي۔د سرداراياز صادق د اسيائي پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او غوره پرمختګ چارو پحقله د كمېټۍغونډې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي پاکستان اتومي طاقت لرونكې يو ذمه وار هېواد دے او نړۍ د اتومي وسلو نه د پاكولو ٬د اتومي وسلو نه خپرولو٬ اتومي آسانۍ او سټاك له د كوټلېو حفاظتي انتظاماتو مرسته كوي٬ بايد د نيوكليئر سپلائرز ډلې په لړ كښې يو هېواد خوښولو او د نورو سره امتيازي سلوك ونه كړې شي ٬ نړيواله ورورولي او د اسيائي پارلماني اسمبلۍ غړيو هېوادونو له به د جارحيت او نا انصافيو خاتمې له خپل كردار تر سره كول وي ۔

د نهې په ورځ د اسيائي پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او غوره پرمختګ چارو پحقله د كمېټۍ غونډې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل پاکستان په نړۍ كښې په عمومي او منطقه كښې په خاص توګه د امن او سوكالۍ عزم لري ۔

ده ووئيل مونږ منطقه كښې د وسلو په زغل كښې نه اودرېږو ٬ مونږ د خپل امنيت نه بې غور نه يو او د دغې باوري كولو له هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوو ۔

د نیوکلیئر سپلائرز

ګروپ پحقله خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل په دې لړ كښې يو هېواد خوښولو او نورو سره بائد امتيازي سلوك ونه كړې شي ٬ نړيوالې پاليسۍ بې پرې ٬ په انصاف او په برابرۍ اډانه پكار دي۔

ده زياته كړه د پاكستان حكومت او اولس د ترهه ګرۍ او انتها خوښې لعنت خاتمې له عزم لري او په قامي اتفاق د ترهه ګرۍ په ضد پېل كړې شوي ضرب عضب عملياتو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه شوې ۔

ده ووئيل اسياء سوله ايزه او جمهوري جوړلو له د فلسطین او کشمیري اولس حالت نه سر غوړونه نشي كېدې۔د په نړيواله ورورولۍ او د ايسائي پارلماني اسمبلۍ په غړيو هېوادونو زور رواړو چې د جارحيت او نا انصافيو خاتمې له به خپل كردار ترسره كول وي ۔

ده ووئيل پاكستان منطقه كښې په جمهوريت ٬ امن ٬ امنيت او پرمختګ باور لري۔ده ووئيل مونږ په ولوله او د پرله پسې هلو ځلو د لارې اسيائي هېوادونه په يو پلېټ فارم راغونډلو او متحده پارلمان جوړولو په لړ كښې كاميابېدې شو۔

(ص ف/ض ض/ګ ل/2053)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې