د پاك چین اقتصادې منصوبې او د ګوادار پورټ جوړېدو سره به بلوچستان كښې خوشحالي راشي۔د اولس مشر ممنون حسېن د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍسره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) اولس مشر ممنون حسېن بلوچستان كښې په پرمختيائي كارونو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي د پاك چین اقتصادې منصوبې او د ګوادار پورټ جوړېدو سره به بلوچستان كښې خوشحالي راشي ۔

دا خبرې اولس مشر د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ سره د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال كړې۔د بلوچستان ګورنر اولس مشر ته د بلوچستان د مجموعي وضعې په اړه ووئيل بلوچستان

كښې د امن وضعه ښه ده ۔

اولس مشر بلوچستان كښې په امنيتي وضعه د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل حكومت منطقه كښې امن له هڅې كوي۔اولس مشر ووئيل حکومت بلوچستان نورو صوبو سره برابرولو له ګامونه پورته كوي۔

ده ووئيل د پاك چین اقتصادې منصوبې سره به بلوچستان كښې د پرمختګ لاره هواره شي او ځوانانو له به د روزګار موقعې په لاس ورشي چې ورسره به د ځائي اولس د ژوند معيار ښه شي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2053)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې