فاټا كښې دې د انفراسټركچر آسانيو بحالولو او پرمختګ هڅې روانې وساتلې شي۔اقبال ظفر جهګړا

پیښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا فاټا څخه د كډه كوونكو او د هېواد په نورو برخو كښې د ټي ډي پيز په حېث ژوند تېرونكو ځينو قبائېلي كورنيو خپلو سيمو ته بېرته تګ ځنډېدو ذكر كولو سره وئېلې دي ټوله فاټا كښې به د انفراسټركچر آسانيو بحالۍ او پرمختګ په لړ كښې هڅې روانې ساتلې شي۔

ده د زيارت په ورځ ګورنر هاؤس پیښور كښې د فاټا څخه د ګدون كوونكو قبائېلي كورنيو بېرته تګ او بحالۍ په اړه د پیشرفت جاج اخستو له د يوې غونډې مشري كوله۔

سخت موسمي حالات او ځينو سيمو كښې د فرقه وارانه مسئلو

په بنياد د كډه كوونكو كورنيو لخوا بېرته تګ د وروستو والي لويې سوب ګرځولې شوې۔

غونډې ته ووئيل شول فاټا څخه كډه كوونكې ټول درې لكه 36 زره 42 كورنيو كښې 2 لكه 76 زره 494 كورنۍ خپلو سيمو ته بېرته تللي دي ۔

ګورنر ووئيل پاتې كورنيو كښې هغه هم شاملې دي كومې چې پولې څخه پورې غاړه افغانستان كښې مېشته دي۔غونډھ كښې پريكړه وكړې شوه چې كوم ټي ډي پيز كورنۍ پھ قصد يا په كوم بل سوب د خپلو سيمو ته تللو څخه ډډه كوي د دوي د ټي ډي پي په حېث رجسټرېشن دې منسوخ كولو لپاره په څلورو اونيو كښې نوټس وركولو له ګامونه پورته كړې شي ۔

)وا/ض ض/وس/2133)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې