نړيواله ورورولي بايد شخړيز كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د روانو هندي ظلمونو خبر واخلي او د كشمير شخړه د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې هوارولو له خپل كردار ترسره كړي٬ پاكستان به د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬زمونږ زړه د كشميريانو سره تړلے دے٬د برهان واني د شهادت نه پس د كشميريانو د آزادۍ په هلو ځلو كښې نوې ولوله رامخې ته شوې۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير په حقله د نړيوال پارلماني سيمينار پرانستې دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف په نړيوالې ورورولۍ زور راوړی چې نړيواله ورورولي بايد شخړيز كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د روانو هندي ظلمونو خبر واخلي او د كشمير شخړه د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې هوارولو له خپل كردار ترسره كړي٬پاكستان به د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬زمونږ زړه د كشميريانو سره تړلے دے٬د برهان واني د شهادت نه پس د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو نوې ولوله موندلې۔

هغه د زيارت په ورځ د خارجه چارو وزارت په اشتراك د ينګ پارليمنټيرين فورم د سيوري لاندې د كشمير په اړه دوه ورځنې نړيوال پارلماني سېمينار د پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔

وزيراعظم د كشمير په اړه نړيوال پارلماني سېمينار په وخت كول وګرځوو ژده ووئېل كشمير د پاكستان د پېژندګلو(جزولانيفك) برخه ده٬زمونږ زړه د كشميريانو سره درځېږي٬ مونږ د دوي په خوشحالي خوشحال او په غم غم جن يو۔

ده ووئيل كشمير په د اور په لمبو كښې ګېر نشو ليدلې٬ نړۍ دې هند ته اووئي چې بس ظلم ډېر شوې۔وزيراعظم ووئيل د آزادۍ هلو ځلو په لړ كښې كشميريانو ځوانانو يو نوې باب رقم كړی٬ وزيراعظم ووئېل د برهان واني د شهادت نه پس د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو نوې ولوله موندلې ٬دا د كشميريانو خپلې هڅې دي٬ ده ووئېل پاكستان د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته كړې او په سباؤن كښې به هم دا مرسته روانه ساتو دغسې چې د كشمريانو حق خود ارادايت ترلاسه كول ممكن شي۔

ده ووئيل پھ كشمير كښې چې څه كېږي او هندي ځواكونه په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي بايد

نړيواله ورورولې دغې ته پام وګرځوي۔

ده ووئيل پاكستان خپلو ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي۔ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ستمبر كال 2015 غونډه كښې د خپلې څلور نكاتي ايجنډې ذكر وكړو كومه كښې چې د كشمير كشالې د هواري احاط شوې وه۔

وزیر اعظم ووئيل ما د كال 2016 په ستمبر كښې د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د نړيوالې ورورولۍ پام د كشميركشالې هواري ته راګرځولې ٶه او په دې مې تفصيلي خبرې كړې وې۔

ده ووئيل نړېوالۍ ورورولۍ له پكار دي چې هند ته اووائې چې بس دې ډبر څه اوشول د تېرو 7 لسيزو راهسې د كشمير نه د ډزو غږونه راځي بائد اوس كشمير كښې په اولس ظلمونه بند كړې شي او د سوئيلي اسياء او منطقې اولس د تعير او پرمختګ ته پام لرنه وكړې شي كومو څخه چې د نړۍ اولس مستفيد كېږي۔

ده ووئيل نړيواله ورورولي دې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو له كردار تر سره كړې او په دې لړ كښې دې د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړې شې ۔

ده ووئل په سېمينار كولو د كشمير اولس له دا واضح پېغام وركولې شي چې مونږ ھغوي سره اوږه په اوږه ولاړ يو ۔ وزیر اعظم ووئيل پاکستان به په هر نړيوال فورم د كشمير كشاله رامخې ته كوي۔

ده ووئيل اوس اوس مې د پارلمان غړي بهر هېوادونو ته د خپل نمائندګانو په توګه ليږلي وٶ دغسې چې نړۍ مقبوضه كشمير كښې د اولس د حالت نه خبر كړي۔

په دې موقع د آزاد کشمیر اولس مشر مسعود خان ، وزیراعظم راجه فاروق حېدر ، د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره سره د اروپا او قطبي امريكې څخه د كشمير په اړه پوهان او دانشوران هم په دستوره كښې موجود وو ۔(وا/ض ض/ګ ل/وس/1436)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې