پاكستان د غنمو٬ وريژو٬جوارو او د نورې غلې په څانګه كښې خود كفيل دې٬ هېواد د فوډ سېكورټي په اړه كومو ستونزو سره مخ نه دې٬د زرعي غلې نرخونه نړيوال ماركيټ سره تړون لري او د دې اثرات په پاكستان هم كېږي۔د نېشنل فوډ سېكورټۍ او ريسرچ وفاقي وزير سېكندر حيات خان بوسن پھ آپټما هاؤس كښې مېډيا سره خبرې
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 02جنوری2016ء) د نېشنل فوډ سېكورټۍ او ريسرچ وفاقي وزير سېكندر حيات خان وئېلي دي چې پاكستان د غنمو٬ وريژو٬جوارو او د نورې غلې په څانګه كښې خود كفيل دې٬هېواد د فوډ سېكورټي په اړه كومو ستونزو سره مخ نه دې٬د زرعي غلې نرخونه نړيوال ماركيټ سره تړون لري او د دې اثرات په پاكستان هم كېږي۔
ده دا خبرې پھ اپټما هاؤس كښې د يوې غونډې نه پس خبريالانو سره
په خبرو كښې وكړی۔وفاقي وزي ووئيل چې وزارت د تحقيق په لړ كښې ښه اقدامات كوي٬په په تحقيق كښې به ټولې ډلې سركاري او نجي څانګه شاملولې شي چې دغسې د تحقيق ښه نتيجې راشي۔
ده ووئيل چې د ټېكسټائل سېكټر پېكج په اړه د تجارت وزارت٬د ټېكسټائل وزارت او د خزانې وزارت كار كوي او په دې لړ كښې به ډېره زر ښه پريكړه وشي۔ده د آپټما غړو ته د دوي د ستونزو حل كولو باور هم وركړو۔(م ع/وس1853)