پاکستان په افغانستاں كښې د سولې د استحکام عرض لري۔ دفاعي تجزيه كار

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) دفاعي تجزیه کار لېفټېننټ جنرال (ر) رضا محمد خان وئيلي دي چې پاکستان په افغانستاں كښې د سولې د استحکام عرض لري۔

راډيو پاكستان سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې بايد په دې خبره كښې څوك شك ونه كړي چې پاکستان په افغانستان كښې مستحكم امن غواړي۔

ده په كابل كښې د ترهه

ګرۍ په بريد كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل چې په افغانستان كښې امن له دواړو هېوادونو له په ګډه كار كول پكار دي۔

ده ووئيل چې ځيني كډوال په جرمونو كښې ككړ دي۔ د ملا منصور پحقله د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ھغه وژلو سره افغانستان كښې د امن هلو ځلو ته زيان رسېدلې دے۔(م ع/ګ ل/1614)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ