پاكستان د سوله ايز ګاٶنډيتوب په پاليسۍ عمل كوي٬ هند سره د كشمير پشمول ټولې كشالې په خبرو اترو هوارول غواړو٬ سندھ طاس لوظنامه په يو اړخيزه توګه نشي ختمېدې٬ پاكستان د لوظنامې فرېم ورك له مخې د هندۍ هلو ځلو جاج اخلي٬ لوظنامه عملي كولو له د ثالثۍ مېكنزم موجود دے٬ پاكستان د نيوكلئير سپلائرز ډلې د غړيتوب صلاحيت لري۔د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا اوونيز خبري بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29دسمبر2016ء) د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا وئيلي دي هند سره ټولې كشالې په خبرو اترو هوارول غواړو٬ سندھ طاس لوظنامه په يو اړخيزه توګه نشي ختمېدې٬ پاكستان د لوظنامې فرېم ورك له مخې د هندۍ هلو ځلو جاج اخلي٬ لوظنامه عملي كولو له د ثالثۍ مېكنزم موجود دے٬ پاكستان د نيوكلئير سپلائرز ډلې غړيتوب صلاحيت لري۔

د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د كشمير پحقله د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د هند ترهه ګر تنظيمونه آر اېس اېس ٬ ويشوا هندو پرېشد٬ شېوسېنا ٬بجرنګ دل او د نورو ترهه ګرو عناصرو په اشتراك هندي قابض ځواكونه په مقبوضه كشمير كښې د مسلمانانو آبادۍ په اقليت بدلولو له هڅې كوي كومه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د بشري حقونو سنګينه خلاف ورزي ده۔

وياند ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهه ګري كوي۔ وياند د پاكستان د قامي مقاصدو ودې او سيمه ايزو او نړيوال چارو له په خاص توګه د كشمير په مسئله د هېواد نقطه نظر په رامخې ته كولو د پاكستان د ميډيا كردار وستائلو۔

وياند ووئيل په تېرو 5 مياشتو كښې زمونږ ميديا په مقبوضه كشمير كښې د كشميري ورونړو ستونزې او په ھغوي د هند

ظلمونه په موثره توګه او پرله پسې رامخې ته كړې۔

وياند د امريكائي سائنټفك اچيومنټ اېوراډ 2016 په ګټلو ډاكټر راشد چوناني له مباركي وركړه۔د نيوكليئر سپلائرز ډلې پحقله د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د اېن اېس جي غړيتوب بشپړ صلاحيت لري٬ او اتومي توان لپاره د نړيوالې ادارې په اصولو عمل كوي٬ نفيس زكريا ووئېل د اېن اېس جي غړو هېوادونو پاكستان له د غړيتوب وركولو مخالفت نه دې كړې او پاكستان غړيتوب له د غېر امتيازي سلوك مرسته كوي۔

د افغانستان پحقله د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن له كوټلې هڅې كوي٬ افغانستان كښې امن د پاكستان او منطقې په ګټه دے٬ پاكستان افغانستان كښې د وړاندې نه د 500 مېليونه ډالرو په لګښت ګڼې پرمختيائي منصوبې بشپړې كړې او پرمختيائي كارونو له ئې د 500 مېليونه ډالرو وركولو لوظ كړے۔

ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې د امن او پرمختيائي هلو ځلو عزم لري۔د ډاكټر عافيه صديقي د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د ډاكټر عافيه راخوشې كولو له ډېرې هڅې كړې٬ ھغې له ئې د وكيل بندوبست كړې او دا معامله ئې په اعلٰې كچ د امريكائي چارواكو سره پورته كړې ده ۔

)وا/ض ض/ګ ل/1708)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې