اولس مشر ممنون حسېن په يوه ورځنې دوره كوئټه ته ورسېدو

كوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 27دسمبر2016ء) اولس مشر ممنون حسېن په يوه ورځنې دوره كوئټه ته ورسېدو۔ د كوئټه په هوائي اډه د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزي٬ د كورنيو چارو صوبائي وزير سرفراز بګټي٬ د تعليم صوبائي وزير عبدالرحيم زيارتوال٬ د اطلاعاتو صوبائي سلاكار سردار رضا بړيچ٬ صوبائي وزير نواب محمد خان٬ صوبائي وزير سردار اسلم

بزنجو٬ د پوليسو آئي جي احسن محبوب٬ د كوئټه سي سي پي او عبدارلرزاق چيمه٬ د كوئټه كمشنر امجد علي خان او نورو اعلٰي چارواكو د اولس مشر هركلې وكړو۔

اولس مشر به په ګورنر هاؤس كښې يوې دستورې ته د وېنا كولو نه پس د صوبائي اسمبلۍ غړو سره ملاقاتونه كوي۔ په دې موقع په كوئټه كښې د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔ ﴿م ع/ م ع 1400﴾

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ