سېنېټ د قامي سترو لارو او موټروېز لپاره د حفاظتي پروژې او ټرانسپورټ پالېسي جوړولو قرارداد منظور كړو
اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) سېنېټ د قامي سترو لارو او موټروېز لپاره د حفاظتي پروژې او ټرانسپورټ پالېسي جوړولو قرارداد منظور كړې دې ۔
د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتور اعظم سواتي قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان سفارش كوي چې حكومت دې د مسافرو حفاظت او آسانيو٬ټرافېك٬ نظم وضبط كښې ښه والي او د ګاډو چلوونكو لپاره د شارټ كورس پېل كولو
او په سړكونو د پېښو كمولو لپاره د هېواد قامي سترو لارو او موټروېز لپاره قامي حفاظتي پروژې او ټرانسپورټ پالېسي جوړه كړي۔
حكومت د قرارداد مخالفت ونه كړو۔دوهم وزير شېخ آفتاب احمد خان ووئيل د موټروے پوليس پشمول بېلې ادارې په دې اړه ګامونه پورته كوي۔
د سېنېټ چيئرمېن د ايوان څخه رائې ترلاسه كړې او دغسې سېنېټ قرارداد منظور كړو۔۔(ص ف/ض ض/وس /2201)