د اېسوسي اېټېډ پرېس آف پاكستان او پنجاب براډ كاسټرز كلب يو بل ته د خبرونو او عكسونو لېږلو لوظنامې لاس ليك كولو دستوره ۔ د وېډيو نيوز سروس د لارې به د پنجاب براډ کاسټرز کلب 14 غړو ټي وي چېنلو ته د ايوان صدر ٬ ايوان وزيراعظم ٬ سفارت خانو او د پارلمان په شمول د نورو سركاري دستورو لائيو كورېج ٬ مركې ٬ ډاكومنټريز او كلين فيډ وركولې شي۔ دې لوظنامې سره به په ځائي او نړيواله كچه د پاكستان مخ لا روڼ او د نجي چېنلز بزنس لا زيات شي۔ د اېم ډي اے پي پي مسعود احمد ملك د دستورې په مهال خبرې

لاهور(پاکستان نیوز پوائنٹ 17دسمبر2016ء) د اېسوسي اېټېډ پرېس آف پاكستان او پنجاب براډ كاسټرز كلب يو بل ته د خبرونو او عكسونو لېږلو لوظنامې لاس ليك كولو دستوره تېره ورځ د پنجاب براډ كاسټرز كلب په سېكرټرېټ كښې وشوه۔

د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك او د پنجاب براډ كاسټرز كلب صدر حضر حيات وټو لوظنامه لاس ليك كړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د اے پي پي اېم ډي مسعود احمد ملك ووئيل اے پي پي د پاكستان يو قامي صحافتي اداره ده كومه چې پرنټ ميډيا ته خپل خبرونه وركوي۔

په موجوده دور كښې د ميډيا ضرورتونه نوو غوښتنلو سره يو برابر كولو او دا په پروپشنل ډول چلولو له په كال 2007 كښې ويډيو نيوز سروس پېل كړې شوې۔

په دې مهال اېم ډي د ددې دستورې په راجوړولو د پنجاب براډکاسټرز اېسوسی اېشن مننه وكړه۔ مسعود ملك ووئيل پاكستان كښې وخت تېرېدو

سره جمهوريت مستحكم كېږي چې ورسره جمهوري ادارې هم مضبوطېږي او دغه سوب دے چې د هېواد پرمختګ منصوبو سره د سوكالۍ او استحكام په پروژو هم كار روان دے۔

د سي پېك په اړه اېم ډي اے پي پي ووئيل دا منصوبه به د پاكستان تقدير بدل كړي۔ مسعود ملک ووئيل د لوډ شېډنګ په اړه په ټي وي چېنلو پروګرامونه كيږي۔

په دې كښې په حكومت ټكونه كولې شي حاجت دے خبرې ته دې چې د دې مسئلې حل كولو له چې حكوممت كومې پروژې او پروګرامونه پېل كړي دي هغه دې هم اولس ته و ښودلې شي۔

ده ووئيل د وېډيو نيوز سروس د لارې به د پنجاب براډ کاسټرز کلب 14 غړو ټي وي چېنلو ته د ايوان صدر ٬ ايوان وزيراعظم ٬ سفارت خانو او د پارلمان په شمول د نورو سركاري دستورو لائيو كورېج ٬ مركې ٬ ډاكومنټريز او كلين فيډ وركولې شي۔

دې سره به د نجي ټي وي چېنلو بزنس لا وده ومومي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې