په اے پي اېس د ترهه ګرو د بريد د پېښې پلټنې نه دې رامخې ته كړې شوې۔ صاحبزاده طارق الله

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16دسمبر2016ء) قامي اسمبلۍ كښې د جماعت اسلامي پارلماني لارښود صاحبزاده طارق الله وئيلي دې د پېښور آرمي پبلك سكول د ترهه ګرۍ پېښه ډېره دړدناكه وه ٬ د پېښې پلټنې نه دې رامخې ته كړې شوې۔

د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده وئيل څنګه چې د كوئټې ترهه ګرۍ پېښې راپور رامخې ته كړې شوې دغسې

بايد د اے پي اېس د پېښې د پلټنو راپور هم رامخې ته كړې شي ٬ ده ووئېل ذمه وار دې په ګوته كړې شي۔

ده ووئيل د آرمي پبلك سكول چار ديواري نه وه او قانون نفاذ كوٶنكو ادارو ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې د ترهه ګرۍ خطره ده نو په دې لړ كښې څه اقدامات شوي وو ۔

ده د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره دعا او غمژنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه وكړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې