وفاقي كابينې د فاټا اصلاحات لا مشاورت كولو لپاره وځنډول٬ فاټا ريفامز كمېټي به د جے يو آئي(ف)او د پښتونخوا ملي ګوند سره د فاټا ريفامز پھ اړه ملاقاتونه كوي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف او كابينې د فاټا ريفامز كمېټۍ هڅې ستائېلې۔د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب او د وفاقي وزير لېفټيننټ(ر)عبدالقادر بلوچ د وفاقي كابينې غونډې نه روستو مېډيا ته بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) وفاقي كابينې د فاټا اصلاحاتو منظورول لا مشاورت لپاره ځنډولې دي ٬د فاټا ريفامز كمېټي به د جے يو آئي(ف)او د پښتونخوا ملي ګوند سره د فاټا ريفامز پھ اړه ملاقاتونه كوي۔

وزيراعظم محمد نواز شريف او كابينې د فاټا ريفامز كمېټۍ هڅې ستائېلې او دا اعتراف يې كړې چې پھ اولني ځل د فاټا ريفامز په اړه دومره بشپړ راپور مرتب كړی شوې۔

د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب او د سرحدي او رياستي چارو وفاقي وزير لېفټيننټ(ر)عبدالقادر بلوچ وزيراعظم آفس آډيټوريم كښې مېډيا ته بريفنګ وركولو كښې ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې په پیل پي آئي اے الوتكې په پیښه او كراچۍ كښې په شخصي هوټل كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې په حق رسېدليو كسانو لپاره فاتحه خواني وكړې شوه۔

د كابينې پھ غونډه كښې د فاټا اصلاحاتو راپور وړاندې كړی شو پھ كوم چې مشاورت شوې۔د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د فاټا اصلاحاتو په اړه په تېرو وختونو كښې خبرې شوي ولې موجوده حكومت د فاټا اصلاحاتو په اړه وړاندېزونو ته حتمي شكل وركړی۔

دې ووئېل دا په اولني ځل شوي چې د فاټا اصلاحاتو لپاره جوړی شوې كمېټۍ وړانېدونه په فاټا كښې جوړ كړي د كومو پھ اړه چې سناتورانو٬د قامي اسمبلۍ غړو٬ځايې نمائندګانو او سول سوسائټۍ

سره هم سلا شوې۔

ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د دې خبرې اعتراف كړې چې په اولني ځل د فاټا اصلاحاتو په اړه بشپړ وړاندېزونه ترتيب كړی شوي دي۔

وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ووئيل فاټا اصلاحات كمېټۍ حتمي وړاندېزونه كابينې ته وړاندې كړي ۔د كمېټۍ وړاندېزونو كښې فاټا خېبرپښتونخوا كښې د پنځو كلونو په موده كښې ضم كول٬لس كلنې پرمختيائي منصوبې ٬د مستقلو وسائلو بندوبست كول او اېن اېف سي كښې د وېش وړ پول درې فيصده تر لسو كلونو پرله پسې وركول شامل دي ٬دغسې چې فاټا هم د پرمختګ پھ كارونو كښې د نورو صوبو برابر شي۔

ده ووئيل جے يو آئي(ف)او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په فاټا اصلاحاتو كښې اختلافي نوټ ليكلې۔وفاقي وزير اكرم دراني هم پھ دې مهال موجود ؤ ٬ ده د ضم كولو مخالفت ونه كړو بلكې دې وائي د جے يو آئي(ف)لخوا د راغوښتې شوې جرګې وړاندېزونه دې هم شامل كړی شي۔

وزيراعظم نواز شريف د كابينې غونډه كښې دا هم ووئيل پھ دې معامله به ټول همكاران ځان سره روانول وي۔ده ووئيل د فاټا اصلاحات وړاندېزونو په رڼا كښې به كال 2018 كښې ټول ټاكنو كښې د فاټا صوبائي اسمبلۍ غړي د كے پي كے اسمبلۍ غړي ټاكلې شي۔

ده ووئيل وفاقي كابينې د فاټا اصلاحاتو راپور منظوري له د لا مشاورت كولو لباره ځنډولي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د افغان كډوالو پاكستان كښې د اوسېدو موده تر 31 دسمبر 2017 پراخا كړی شوې ده،

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ