مانامه ډائیلاګ كښې د سرتاج عزير وېنا سره به په سيمه ايزه وضعه د پاكستان دريځ رامخې ته شي٬ بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9دسمبر2016ء) بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك وئيلي دې چې مانامه ډائیلاګ كښې د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزير وېنا سره به په سيمه ايزه وضعه د پاكستان دريځ رامخې ته شي۔

مانامه ډائیلاګ د برټش انسټي ټېوټ انټرنېشنل ستراتېژك سټډيز تر سېوري لاندې كېږې چې پكښې امریکا، برتانیه، فرانس، المان ، پاکستان، سعودي عرب، ترکیه، چین، متحدہ عرب امارات، قطر،

کوېت، سپېن، سنګاپور، افغانستان او د هند پشمول د 20 نه زيات هېوادونه ٬ نړيوال تنظيموه او ميډيا ګډون كوي۔

د وزیراعظم خارجه سلاحكار سرتاج عزيز به په 11م دسمبر مانامه ډائيلاګ ته وېنا كوي۔ د برتانيې خارجه سېكتر بورس جانس ٬ د فرانس د دفاع وزير جېن يوېس لي ډېرام او د امريكې د دفاع وزير اشټن كارټر به هم په دې موقع وېنا كوي۔

سرتاج عزيز به په دې موقع دوه اړخيزه مهم ملاقاتونه هم كوي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې