نوي سرلښكر له به ضرب عضب٬د كراچۍ عمليات٬د كشمير مسئلې او اېل او سي پھ حقله پالېسۍ دوامداره ساتل وي۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28نومبر2016ء) د قامي وطن ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئېلي دي حكومت له به كراچۍ كښې د امن معاملې سياسي لار راويستل وي۔

هېواد د ترهه ګرۍ پشمول ګڼو چېلنجونو سره مخ دے٬ نوي سرلښكر له به ضرب عضب٬د كراچۍ عمليات٬د كشمير مسئلې او اېل او سي پھ حقله

پالېسۍ دوامداره ساتل وي۔

د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل سرلښكر جنرال راحيل شريف د ترهه ګرۍ په ضد جې كوم كامونه پورته كړې د هغې په سوب ئې د اولس زرونه ګټلې دي ۔

د ترهه ګرۍ په ضد هغه پراخا تجربه لري۔ده ووئيل هيله لرو چې پاكستان كښې به جمهوريت لا قوي شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې