اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26نومبر2016ء) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د کیوبا پخواني اولس مشر فیډل کاسترو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔
د خالي پھ ورڅ د خارجه دفتر وياند له مخې د خارجه چارو سلاحكار د حکومت او پاکستانی اولس د اړخه د پخواني اولس مشر
فیډل کاسترو په مړينه د کیوبا حکومت او اولس سره غمرازي ښكاره كړي۔
سرتاج عزيز پخواني اولس مشر ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل فیډل کاسترو عزت او وقار سره خپل قام د چیلنجونو څخه وېستلې وو۔ فیډل کاسترو په مشرۍ كښې د دواړو هيوادونو اړيكو ته وده ترلاسه شوې۔