سرلښكر جنرال راحيل شريف د خالي په ورځ د ايئر هېډكوارټر د مخه ښې دوره

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26نومبر2016ء) سرلښكر جنرال راحيل شريف د خالي په ورځ د ايئر هېډكوارټر د مخه ښې دوره وكړه۔

د پاك فضائيه لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې ايئرهېډكوارټر ته په رسېدو د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان د سرلښكر هركلے وكړو۔

دغسې د پاك فضائيه يوې چټك ډلې ده ته ګارډ آف انر وړاندې كړو۔د پاك فضائيه پرنسپل سټاف افسرانو سره معارفي كېدو نه پس سرلښكر د هوائي

ځواك مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان سره د هغه پھ دفتر كښې وليدل۔

د پاك فضائيه مشر د هېواد دفاع لپاره په خذماتو جنرال راحيل شريف ته پېرزوينې وړاندې كړې۔ده ووئيل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو له پاك پوځ او پاك فضائيه پھ ګډه ضرب عضب عمليات كړي۔

جنرال راحيل شريف د هېواد د فضائي پولو تحفظ له د پاك فضائيه پېشه وره پوهه ستائېلو سره د سسټر سروسز ترمينځه پھ مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې