د سرلښكر جنرال راحيل شريف په مشرۍ كښې پاك پوځ د كورنيو او بهرنيو خطرو په مړانه مقابله كړې۔ د اولس مشر ممنون حسېن د جنرال راحيل شريف په درناوې كښې د مخه ښې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د سرلښكر جنرال راحيل شريف په مشرۍ كښې پاك پوځ د كورنيو او بهرنيو خطرو په مړانه مقابله كړې ده چې ورسره د هغه احترام او قامي باور زيات شوے۔

ده دا خبره د جمعې په ورځ د سرلښكر جنرال راحيل شريف په درناوې كښې د مخه ښې دستورې په مهال وكړه۔پھ دستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن٬سروسز چيفس٬د آئي اېس آئي ډي جي٬وفاقي وزيرانو او پارلماني غړو ګډون وكړو۔

اولس مشر سرلښكر له په ښه ډول او په كاميابۍ د زمه وارۍ په ترسره كولو مباركي وركړه۔ده په هېواد كښې د ترهه ګرۍ٬انتهاخوښۍ او بدامنۍ ختمولو له د سرلښكر په مشرۍ كښې د نېشنل ايكشن پلان ترمخه تګلاره وستائېله۔

ده ووئيل سرلښكر جنرال راحيل شريف د پروفيشنل

پوځې په حېثيت په ښه ډول ذمه وارۍ ترسره كړي او د رياست ټولو ادارو سره ئې د همغږۍ روايت جوړ كړې۔

ده ووئېل مړانه٬پشه واره پوهه او ښه نظم و ضبط د پاك پوځ پیژندګلو ده او د جنرال راحيل شريف په دور كښې دا پېژندګلې لا زياته شوې۔

د تېرو دريو كلونو په مهال د كورنيو او بهرنيو خطرو چې په كومه مړانه سرلښكر مقابله كړی اولس مشر د هغې ستائنه وكړه۔

ده ووئيل د قامي پرمختګ او عام وګړي ښېګړی له د رياست د ټولو ادارو يو موټې كېدو ته اړتيا ده۔ده د جنرال راحيل شريف غوره سباؤن٬روغتيا او د هغه د كورنۍ پرمختګ او څوكالۍ لباره دعا وكړه۔

دې نه وړاندې د اولس مشر ممنون حسېن او د سرلښكر راحيل شريف ملاقات هم وشو۔سرلښكر په مرسته او لارښودنه د اولس مشر مننه وكړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې