د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان به د پارلمان شريكې غونډې ته ماسپخين خطاب كوي
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نومبر2016ء) د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان به د پارلمان شريكې غونډې ته ماسپخين دوه بجې خطاب كوي۔
د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي تګلارې ترمخه د مېلمنو په چوكو د ناستې عمل به يوه نيمه بجه پېل كيږي۔ او ترك اولس مشر به 2 بجې د پارلمان شريكې
غونډې ته خطاب لپاره پارلمان ته راځي۔
دې څخه وروستو به د پاكستان او تركيه قامي سرودونه غږولې شي۔ بيا به د كلام پاك تلاوت كيږي او دې څخه وروستو به ترك اولس مشر خطاب كوي۔
خطاب نه پس به د قامي اسمبلۍ سپيكر د دواړو ايوانونو شريكه غونډه تر نامعلومې مودې د ځنډولو اعلان كوي۔