اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) وفاقی حکومت د لواری ټنل د جوړولو كار تند كړے دے ، د پروژې بشپړيدو سره به د چترال او نورو سيمو اولس ته د مزل ښه اسانۍ ترلاسه شي۔
د این ایچ اے ذريعو له مخې د پروژې 90 فیصده كار بشپړ شوے او راروان كال د مارچ په مياشت كښې به ټرافك لپاره پرانستلې شي، حکومت 8.
7 کلومیټر اوږد لواری ټنل او 14 کلومیټره اوږد رابطه سړك جوړولو له 27 اربه روپۍ خرڅ كوي ، د پروژې بشپړيدو سره به د چترال او پېښور ترمينځه مزل د 14 ساعته څخه كميدو سره 7 ساعته پاتې شي۔