د شمالي وزیرستان آئي ډي پيز د كورونو معاوضې وركولو لپاره 10 كروړه 32 لكه 80 روپۍ جاري كړې شوې
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د شمالي وزیرستان آئي ډي پيز د كورونو معاوضې وركولو لپاره 10 كروړه 32 لكه 80 روپۍ پوليټيكل اېجنټ ته وركړې شوې دي۔
د فاټا سېكټرېټ چارواكو له مخې د ضرب عضب عملياتو د بې كوره شويو كسانو د ړنګو شويو خونو بيا
جوړولو لپاره د كورونو خاوندانو ته په جزوي توګه زيامن شويو خونو لپاره يو لك 60 زره روپې حساب سره معاوضه وركولې شي۔
د چارواكو له مخې په بېلا بېلو سيمو كښې د معاوضې وركولو عمل روان دے او د سروے ډلې د كورونو د زيان اندازه په لګولو كښې بوخت دي۔