اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي چې د سپريم كورټ پريكړه د سيالكوټ د اولس د رايو تائيد دے۔
د زيارت په ورځ اېن اے 110 كښې د ټګۍ په حقله د سپريم كورټ د پريكړې نه پس په ټويټر خپل پیغام كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئېل
په پريكړه د لوے څښتن شكر ادا كوم۔
ده ووئيل 2013 كښې چې اولس كومې رائے وركړې وې نن د سپريم كورټ د پريكړې نه پس د هغې تائيد شوې۔ده ووئيل د پي ټي آئي د وكټو غورځولو خوب نيمګړې پاتې شو۔
ده ووئېل مسلم ليګ(ن)تل د عدالتونو احترام كړی او سباؤن كښې به هم احترام كوي.