د نېپال پلاوې د ايرا هېډ كوارټرز ته لاړ ٬ ايرا ئې د زلزلې څخه وروستو خپل هېواد كښې د پېښو مسئلو او تجربو نه خبر كړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د يو اېن او پي اېس او نړيوال بانك په مرسته د نيپال يو پلاوي تېره ورځ د ايرا هېډكوراټرز دوره وكره۔

د پلاوي مشري د یو اېن او پی اېس پراجېکټ مس الېګزېډرا كوله۔ د ايرا لنډ مهاله دوهم چيئرمېن بریګیډیئر ابوبکر باجوہ د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د یو اېن او پی اېس، نړيوال بانك او نیپال حکومت چارواكو راتګ مونږ لپاره درناوې دے او دې سره به د يو بل تجربو څخه د استفادې كولو موقع په لاس راشي۔

نېپال كښې اپرېل 2015ء كښې راغلې لويې زلزلې څخه وروستو

یو اېن او پی اېس تنظيم د نړيوالو بانك په مرسته د بيا ودانۍ عمل كښې بوخت دے۔

ایرا د نړيوالو بانكونو په مرسته آزاد كشمير او خېبر پختونخوا كښې زلزله ځپليو سيمو كښې د كورونو جوړولو كار پېل كړې ؤ چې ترمخه ئې 6 لكھه څخه زيات كورونه جوړ شوي۔

بلخوا یو اېن او سی اېچ اے ته ايرا سره د دې كورونو بيا جوړولو كار كتلو او د معياري تعمير باوري كولو كار وركړے شوے ؤ۔

د ايرا كردار په دې لړ كښې د ستائنې وړ دے۔ پلاوي نېپال كښې راغلې زلزلې څخه وروستو د پېښو مسئلو او تجربو په اړه ووئيل۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې