پاكستان كښې د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ خارجه دفتر ته راوغوښتلے شو٬په كنټرول لائن د ډزبندۍ په پرله پسې خلاف ورزۍ ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) پاكستان كښې د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ د نهې په ورځ خارجه دفتر ته راوغوښتلې شوې او د هندي ځواكونو لخوا په كنټرول لائن د ډز بندۍ خلاف ورزۍ په كولو ورته سخت احتجاج رېكارډ كړې شوې دې ۔

د خارجه دفتر وياند ترمخه د سوئېلي آسيا او سارك ډي جي محمد فېصل هندي دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راغوښتے او هغه ته يې د نومبر په 7مه د هندي ځواكونو لخوا په لائن آف

كنټرول نيكيال او جندروډ سېكټرو كښې د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ احتجاجي مراسله وركړې ده ۔

د هندي ځواكونو ناترسه ډزو په نتيجه كښې د يوې مېرمنې او كوچني پشمول درې عام وګړي شهيدان او څلور نور ژوبل شوي وو۔

ډي جي په هند زور راوړو چې هغه دې د ډزبندۍ لوظ نامې پابندي وكړي۔د پېښې په اړه پلټنو څخه دې پاكستان خبر كړي ٬كلي دې په نښه كولو څخه ډده وكړي شي او په اېل او سي دې امن له ګامونه پورته كړې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې