د وزيراعظم خارجه چارو لپاره سلاحكار سرتاج عزيز سره د نيپال سفير وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د وزيراعظم خارجه چارو لپاره سلاحكار سرتاج عزيز سره د نيپال سفير سیوا لمسال ادھیکری د ګل په ورځ ملاقات وكړو او ده سره ئې د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

په دې مهال د وزيراعظم سلاحكار ووئيل پاكستان نيپال سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ده هيله ولرله چې د نوي سفير پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځھ

اړيكې لا مضبوطې شي۔

سرتاج عزیز په دې مهال سفير مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه اولس د هندي ظلم ٬ زور او زياتي څخه هم خبر كړو۔ په دې مهال د نېپال سفير دوه اړخيزه اړيكو كښې په زياتوالي د اطمينان څرګندونه وكړه او هيله ئې ولرله چې دا به لا قوي شي۔

ده كوئټه كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان افسوس ښكاره كړو۔ بلخوا سرتاج عزيز د ورور هېوادو نيپال اولس سوكالۍ او امن له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔(وا/وا)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې