مسلم ليګ ﴿ن﴾ د مثبتو اقداماتو په نتيجه كښې اولس ته هر ډول ممكنه ريليف وركړے۔ ميا وسيم اختر شېخ
قصور(پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د قومي اسمبلۍ او د قومي اسمبلۍ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټې غړي ميا وسيم اختر شېخ وئيلي دي چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د مثبتو اقداماتو په نتيجه كښې اولس ته هر ډول ممكنه ريليف وركړے دے٬ ګوند تل د هېواد بقا او د اولس خېر ښېګړه په نظر كښې ساتلو
سره سياست او پرېكړې كړې دي۔
ده دا خبرې ځائي خلقو سره د خبرو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې تېر وخت ګواه دے چې شريف كورنۍ تل د مثبتو اقداماتو د لارې اولس ته هر ډول ممكنه ريليف وركړے۔
ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې هېواد د پرمختګ په لار روان شوے۔