حكومت كروندګرو ته اسانۍ وركولو له لوظي دے۔ د ګلګت بلتستان اعلی وزير

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 5نومبر2016ء) د ګلګت بلتستان اعلی وزير حفيظ الرحمن ووئيلي چې حكومت كروندګرو ته آسانۍ وركولو له لوظي دے۔

د راديو پاكستان ترمخه د دې خيالاتو څرګندونه اعلی وزير د كروندګرو يو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ اعلی وزير ووئيل حكومت سيمه كښې د غنمو پېداوار كښې د زياتوالي

كولو عزم لري او د دې مقصد ترلاسه كولو له حكومت د كركيلې څانګه كښې يو فنډ جوړ كړے چې مقصد ئې كروندګرو ته معياري تخم وركولو سره سره د هغو ډاډګيرنه كول دي څوك چې خپل غنم حكومت ته وركوي۔

ده زياته كړه چې د بې وسۍ جاج اخستلو له يوه كمېټي جوړه كړې شوې دغسې چې مستحق كسانو سره مرسته وكړې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې