د كراچۍ په لانډهي سيمه كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شول
كراچۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د كراچۍ په لانډهي سيمه كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شوي دي ۔
د كراچۍ رېلوے ډويژن سپرټينډنټ نثار محمود د پیښې په اړه خبريالانو ته ووئيل زكريا ايكسپرېس د لانډهي رېلوے سټېشن سره نزدې ولاړ فريد ايكسپرېس سره ټكر شوے او په نتيجه كښې يې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شوي۔
ده
ووئيل دواړه رېل ګاډي كراچۍ ته روان وو۔ده ووئيل په پېښه كښې ژوبل شوي كسان جناح روغتون ته رسولې شوي او درملنه يې روانه ده۔
د رېلوے ډي اېس پي له مخې يو ټرېك بحال كړی شوې او په څو ساعتو كښې به د رېلوے ټرافېك بحال شي۔د پیښې پلټنې پېل كړی شوي۔د كراچۍ كمشنر اعجاز احمد خان مېډيا ته ووئيل د مرستې هلې ځلې په وخت ترسره كړی شوي دي۔