د راتلونكو څو ورځو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وي۔ د موسمياتو محكمه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو څو ورځو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وي٬ په شمالي سيمو كښې د ساړه شدت په ځائ پاتې كېدو امكان دے۔

د موسمياتو محكمې راپور

له مخې د پنجاب په مېداني سيمو ٬ بره سندھ او پېښور ډويژن كښې د شپې او سهار په وخت د لړې امكان دے۔

د راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ و٬ د پنجاب په مېداني سيمو او پېښور كښې لړه وه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې