پاکستان د چاپېرچل تحفظ او د موسمیاتی بدلون آغيزونه كمولو لپاره د خپلو ذمه واريو نه زيات كار كړې۔ د ملك امين اسلم " ماحولياتي بدلون كښې د سول سوسائټۍ په كردار" وركشاپ ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز26دسمبر 2018ء) د وزیراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امین اسلم وئيلي دي پاکستان د چاپېرچل تحفظ او د موسمیاتی بدلون آغيزونه كمولو لپاره د خپلو ذمه واريو نه زيات كار كړې چې د ډاډ وړ نتيجې ئې رامخې ته كېږي۔

د شورو په ورځ قامي مشاورتي وركشاپ " ماحولياتي بدلون كښې د سول سوسائټۍ په كردار" ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د پاكستان شمېره په ھغو څلورو هېوادونو كښې كېږي كوم چې د موسمياتي بدلون له امله ډېر ځپلې شوې ٬ د تباهې زلزلو ، سېلاب او د اوچ كالۍ له امله پاكستان ته هر كال په كروړونو زيان

رسيږي ٬ ده ووئېل د تېرو 20 كالو په مهال پاكستان ته 14 اربه مالي زيان رسېدلې۔

ده ووئيل پاكستان غوندې هېواد لپاره دا ډېرې پېسې دې كومې چې مونږ د تعليم ٬ صحت ٬ غربت كښې د كمې او د پرمختيائي كارونو په څانګو كښې كارولې شوې۔

د وزیراعظم عمران خان د کفایت شعارۍ په كمپائن عمل كولو وزارت د دوه كروړو نه زيات بچت كړې۔ ده ووئيل پاكستان په نړۍ كښې د لږ فضائي خيرنوالي خپرونكې هېواد دے او د دې باوجود ېې د نورو هېوادونو په مقابل كښې د ماحوليات تحفظ لپاره هر ډول اقدامات كولو سره ماحولياتي قوانين نافذ كړې دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې