د جعلي اكاؤنټونو په اړه د جے آئي ټي په راپور كښې د آصف علي زرداري او د او مني ګروپ د جعلي اكاؤنټونو د لارې د اربونو روپو ترسيل ثابت شوې٬د كيس په ټولو كردارونو د 16 جلا جلا ريفرنسونو دائر كولو او د اثاثې منجمد كولو سپارښت شوې٬اندېښنه ده چې د سندھ حكومت د 1200 اربه په پرمختيائي بجټ كښې د 30 نه تر 40 فيصد فنډ په جعلي اكاؤنټونو كښې د كمېشن په توګه زرداري ته رسېدلې٬ په جے آئي ټي راپور كښې د بحريه ټاؤن كردار هم مخې ته راغلې چې څنګه په كراچۍ كښې د اربونو روپو 11 زره 257 ايكړه زمكه په كمه بيعه ترلاسه كړی شوې۔د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره يوځاې خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر وئېلي دي چې د جعلي اكاؤنټونو په اړه د جے آئي ټي په راپور كښې د آصف علي زرداري او د او مني ګروپ د جعلي اكاؤنټونو د لارې د اربونو روپو ترسيل ثابت شوې٬د كيس په ټولو كردارونو د 16 جلا جلا ريفرنسونو دائر كولو او د اثاثې منجمد كولو سپارښت شوې٬د وفاقي حكومت خواست دې چې د او مني ګروپ د جعلي اكاؤنټونو د ټولو كردارونو نومونه دې په اي سي اېل كښې اچولو لپاره عدالت هدايت وكړي او يا دې د تحقيقاتي ادارې سپارښت وكړي٬په جعلي اكاؤنټونو كښې رقم منتقل كولو لپاره د سندھ حكومت هم په هر ډول كارولې شوې٬د مراد شاه د وزيراعلی او د سندھ د د خزانې وزير په توګه په دې معامله كښې كردار پاتې شوې٬په راپور كښې د نواز او زرداري جوړ ثابت شوې۔

اندېښنه ده چې د سندھ حكومت د 1200 اربه په پرمختيائي بجټ كښې د 30 نه تر 40 فيصد فنډ په جعلي اكاؤنټونو كښې د كمېشن په توګه زرداري ته رسېدلې٬په جے آئي ټي راپور كښې د بحريه ټاؤن كردار هم مخې ته راغلې چې څنګه په كراچۍ كښې د اربونو روپو 11 زره 257 ايكړه زمكه په كمه بيعه ترلاسه كړی شوې٬د مشتاق په نوم د فرنټ مين هم مهم كردار پاتې شوې٬آصف علي زرداري

په ګرېډ 12 كښې كلرك بهرتي كولو سره مشتاق ته ترقي وركړې او د تحقيقاتو په مهال يې هغه خپل مالشي ګرځولې٬د زرداري په 110 غېر ملكي دورو كښې مشتاق هم و٬د آيان په 100 غېر ملكي دورو كښې هم مشتاق وو۔

ده دا خبرې د ګل په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔

د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې د جے آ ئي ټي د راپور سمري لوستلو سره سړې حېران شي٬تراوسه دا خلك د كرپشن٬مني لانډرنګ او د جعلي اكاؤنټونو جوړولو نه نه دي منع شوې۔

ده ووئيل چې مونږ اورېدلې وو چې په جعلي اكاؤنټونو كښې د 17 نه تر 20 زره د پيسو منتقلې كېږي خو هغه منتقلي د او مني ګروپ په جعلي اكاؤنټونو كښې وه٬ 48 ځله پيسې اچولې شوي دي او بيا نور اكاؤنټونو ته رسول شوي دي۔

د دې وجوهاتو له امله اېف اے ټي اېف مونږ په ګرے لسټ كښې ساتلې يو۔ده ووئيل چې او مني ګروپ د خپلو 15 اربه جائيدادونه د 65 اربه څرګندولو سره 54 اربه روپۍ قرض د نېشنل بانك٬سمټ بانك او د سندھ بانك نه ترلاسه كړی۔

ده ووئيل چې او مني ګروپ په 2002 كښې جوړ شوې وو او دوه كمپنۍ يوازې په نوم وې ناڅاپي په 08-2007 كښې د او مني ګروپ ګراف بره لاړو او 83 كمپنۍ جوړې شوې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې